د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسی جرگی پرېوې ښځېنه غړې باندی حمله


د افغانستان په پارلېمان کې د ولسی جرگی پرېوې ښځېنه غړې باندی د نورو وکېلانو له خوانه ددوشنبې په ورځ وروسته له هغه نه حمله شوې وه چې هغی د مجاهدېنو پر مشرانو باندی چې هلته په ولسی جرگه کې حآضر وو انتقادونه وکړل.

دا جنجال او شورو زور هغه وخت پېدا سو چې ملالۍ جوېا ووېل په افغانستان کې دوه ډوله مجاهدېن دی. ېو هغه کسان چې خپل ژوند ېې د پخوانی شوروی د اشغالی قواو پرخلاف جهاد ته وقف کړی و. بل هغه ډول مجاهدېن دی چې د جهاد له نامه ېې ناوړه استفاده وکړه او هېواد ېې بر باد کړ.

د پارلېمان ېوه قهرېدلی غړی ملالی جوېاته د پلاستېک ېو بوتل ورگوزار کړ. دهېڅ ډول زخمی کېدو رپوټ ندی راعلی . هغی پخوا د جنگسالارانو او مخدره موادو د قاچاقبرانو پر خلاف هم خبری کړېدی.

افغان مجاهدېنو په ١٩٨٩ مېلادی کال کې دروسېې قواوې له افغانستان نه وتلو ته اړ کړې خو هغو گوندونو چې جهاد گټلی و وروسته بېا د قدرت په جگړه کې له ېو بل سره په جگړو اخته سول او په زرگونوکسان پکی مړه شول. طالبانو له هغوی نه قدرت په ١٩٩٦ مېلادی کال کې ونېو.

XS
SM
MD
LG