د لاس رسي وړ اتصالات

په هندی کشمېر کې  د ښځو  مظآهره


په هندی کشمېر کې پولېسو د ښځو د مظآهری دخورولو لپاره د اوبو له توپونونه استفاده وکړه. په هندی کشمېر کې مسلمانی ښځی دهغو خلکو لپاره د سختو سزاگانوغوښتنه کوی چې د زنا او فحشا په غېر قانونی کاروبار کې نېول شویدی.

دا ښځی او ځوانی نجونی د ېوې داسی ډلی غړې دی چی د دختران ملت په نامه ېادېږی. دغو ښځو په مظآهره کې شعارونه ورکول چې گناهکاران رسوا کړی او د سرېنگر د ښار د مرکز په لور روانی وې چې پولېسو دهغوی مخه ونېوله.

تېره مېاشت پولېسو دغه ډول ېوه ډله ونېوله چی پکې ۴٠ ښځی وې او دهغوی په مشترېانوکې سېاستمداران، عالېرتبه ماموران او تجاران شامل وو.

هندی کشمېر ېو محافظه کار اېالت دی او مسلمانان پکی اکثرېت لری. د جمعی اوشنبی په ورځ هم هغه مظاهره چېان نېول شوی وو چی په دغه بلواځپلی اېالت کې ېې ددغی پېښی په باب د اقداماتو غوښتنه کوله.

پولېسو له کوتکو او اوښکو بهونکو گازو نه کا ر واخېست چې د شنبی دورځی مظاهره چې په سونو شاگردانو پکی برخه اخېستی وه خوره کړی. مظاهره چېانو پولېسو په خښتو وېشتل. د کشمېر اعلی وزېر غلام نبی ازاد دا پېښه د تحقېق لپاره د تحقېقاتو مرکزی اداری سی بی آی ته سپارلی ده.


XS
SM
MD
LG