د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا پارلمان په افغانستان کی خپل نظامی ماموریت دوه کاله نور هم تمدید کړی دی


د کاناډا پارلمان پریکړه وکړه چی په افغانستان کی به یې نظامي قواوي دوه کاله نور هم پاته وی . همدا اوس د کاناډا ٢٣ سوه عسکر په کندهار کی پراته دي او هغوی به د ٢٠٠٩ کال د فیبروری د میاشتي تر اخیر پوری همالته وی .

دا فیصله د رایو په ډیر کمکي اکثریت یعنی د ١۴٥ په مقابل کی په ١۴٩ رایو سره منظور سوه .

رایگیري پرون هماغه ورځ وسوه چی په افغانستان کی د کاناډا یوه ښځینه عسکری صاحب منصبه د طالبانو سره د جگړې په وخت ووژل سوه .

د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر پرون پارلمان ته وویل چی د کاناډا عسکر بس یواځی په همدې حال کی د افغانستان نه نه سی را وتلای . دا د هغه وخت را هیسی چی د کاناډا عسکر افغانستان ته لیږل سوي دي شپاړسم عسکر دی چی په هغه ملک کی وژل کیږی .

XS
SM
MD
LG