د لاس رسي وړ اتصالات

ولسی جرگې د پیشنهاد شوی قاضی القضات انتخابیدل رد کړل


دافغانستان پارلمان هغه شخص ونه مانه چې جمهوررئیس حامد کرزی دسترې محکمی دقاضی القضات په حیث پیشنهاد کړی و.

دولسی جرگې وکیلانو نن دقاضی القضات فضل هادی شینواری ددوهم ځل لپاره انتخابیدل په اوه اویا ‏(‎ ٧٧ ‏)‎ موافقو او یوسلواوه اویا‏(‎ ١٧٧ ‏‏)‎‎ مخالفو رایو ردکړل . ښاغلې شینواری دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې طالبان پکې راوپرزول شول، په دغه مقام باندی کار کاوه .

ښاغلې شینواری یو اسلامی محافظه کار دی . انتقادکونکی وائې، هغه دبیانه د آزادی مخه نیوله او داصلاحاتو په مخکې ئې خنډونه اچول.

دولسی جرگې غړو داخبره هم کوله چې ښاغلې شینواری څه دپاسه اویا کاله عمر لری نوددی مقام لپاره ډیرزوړ دی .


XS
SM
MD
LG