د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې دمرغانو په مرض یو بل تن مړ شویدی


داندونیزیا دعامی روغتیا وزارت وائې، دروغتیا نړیوال سازمان تائید کړیده چې یوبل کس دمرغانو په مرض مړشویدی. ددی کس په مړه کیدو سره په دغه هیواد دمرغانو په مرض تراوسه پوری څلوردیرش تنه مړه شویدی .

دروغتیا دنړیوال سازمان مامورانو نن وویل، یوه لس کلنه جنۍ چې ددی هفتی په سرکې دخپل ورورسره مړه شوی وه، دمرغانو دمرض مکروب ورباندی اغیزه کړی وه . دیوبل اتلس کلن هلک طبی معاینی ښئ چې په هغه دمرغانو دمرض نخښی نه دی لیدل شوی.

دچهارشنبی په ورځ‏(‎ ډبلیو ایچ او‏)‎تائید کړه چې په اندونیزیا کې دمرغانو په مرض دیوې کورنی شپږ غړی مړه شوی او وائې، له هغه وخت نه راپدی خوا چې دغه مرض گډ شویدی، دا ترټولو مهم انکشاف دی .

لیکن سیانس پوهان پدی خبره ټینگار کوی چې داسی نخښی نښانی نشته دی چې پدی دلالت وکړی چې دغه ناروغی له یوانسان نه بل انسان ته خپره شوی وی .

په عنی حال کې دناجیریا دکرهڼی وزارت اعلان کړیدی چې ددغه هیواد په شمالی کانو کې ددغه مرض نخښی په مړو چرگانو کې پیدا شوی دی .

حکومتی مامورانو یوه میاشت پخوا اعلان کړی وو چې دکانو ایالت دمرغانودناروغې نه پاک دی .

XS
SM
MD
LG