جمهور رئیس بوش وعده کړې چی د هغي ټرافیکي مرگانۍ پېښي او ډزو بشپړ تحقیفات به وشی چی په کابل کی وشوې او د امریکا اردو وایی چی ډزي یې د ځان ددفاع په خاطر کړي دي .
د سپیني ماڼۍ یو نطاق ډېویډ سنو وایی چی جمهور رئیس بوش د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره خبري وکړې او دا وعده یې ورسره وکړه چی د هغې بشپړ تحقیقات به وشی .
افغان پولیس وایی چی ددوشنبې په پېښه او د هغې نه وروسته په نا آرامیو او بلواگانو کی چی د طالبانو د راپرځولو نه وروسته په کابل کی تر ټولو سختي وې شل کسه وژل شوي او ١٦٠ تنه زخمی شوي دي .
دا بلوا گاني وروسته له هغه شروع سوې چی د امریکا د اردو یوه لارۍ په تصادفي توگه پر ملکي موټرو ورغله .
د امریکا د اردو یوه نطاق ټام کالینز وویل د لومړنیو تحقیقاتو نه داسی ښکاری چی خلکو ددې پېښي نه وروسته امریکایی عسکر په ډبرو ویشتل او ډزي یې ورباندی کولې او امریکایی عسکرو د ځان په دفاع کی متقابلي ډزي وکړې .