د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیاکې دمرغانوپه مرض یوپنځلس کلن هلک مړ شویدی


په اندونیزیا کې ډاکټرانو رپوټ ورکړیدی چې دباندونگ په مرکز لویدیځه جاواکې یو پنځلس کلن دمرغانو دمرض نه مړشویدی چې پدی سره په دغه هیواد ددی مرض نه دمړو شوو کسانو شمیر ‏(‎٣٧ ‏)‎ تنو ته رسیدلی دی .

ډاکټران وائې ، دغه هلک دمی په دیرشمه نیټه مړشویدی مگر دمعاینو نیتجه ئې پدی وروستیو وختو کې معلومه شویده چې د ‏ دمرغانوپه مرض ویروس ورباندی اغیزه کړی وه .

رپوټو نه وائې، اندونیزیا په دی وروستیو میاشتوکې دمرغانو دمرض ځپلی ده .مامورین وائې، دهغو ‏‎٥۴ ‏ تنو طبی معانی ځکه کیږی چې دهغې کورنی دغړو سره ئې ارتباط لاره چې دغه ویروس په سبب مړه شویدی . دغه کسان اوس قرطین شویدی .

دیوې کورنې داوغړو مړینی اندیښنی پیداکړیدی چې گمان کیږی ، دغه ویروس له یو انسان نه بل انسان ته انتقالیږی . دطبی چارومامورین اندیښنه لری چې کیدای شی دغه مرض په ډیره چټکې خپورشی .

دروغتیا دنړیوال سازمان مامورین وائې، ددغه ویروس په خپریدوکې دا یوه ډیر مهم انکشاف دی .

XS
SM
MD
LG