د لاس رسي وړ اتصالات

بین المللی ټولنې طالبانو ته پوره پاملرنه نه وه کړی نو همداعلت و چې بغاوت ئې زورواخیست


په افغانستان کې دامریکا په مشری دائتلاف قواوی وائې، دوی په هغه حمله کې چې نن ئې دهیواد په ختیځ کې دیاغیانو دپټیدو په مرکزوکړه څوارلس افراطیان ئې ووژل.

یوه نظامی اعلامیه وائې، دائتلاف قواو په نورستان کې دافراطیانو د مرکز څرک ولگاوه. پوځ وائې، افراطیان په ټوپکو او راکټ لنچرونو باندی سمبال وو.

له بلی خوا افغان او ائتلاف قواو نن سهار دکندهار په ولایت کې په یوه کلی حمله وکړه . دوی په دغه حمله کې یو مشکوک افراطی وواژه او اته نورئې ژوندی ونیول .

پوځی مقامات وائې، گمان کیږی چې افراطیانو غوښتل په کندهار او گاونډی ولایت هلمند کې په افغان او ائتلاف قواو باندی حملی وکړی .

څه دپاسه لس زره افغان او خارجې دافغانستان په جنوبی ولایتونوکې دطالبانو دپاتی کسانو پسی گرځی . دغه نظامی عملیات دمی په میاشت کې پیل شویدی .

په افغانستان کې دناټو دقواو قوماندان وائې، بین المللی ټولنې دطالبانو بیاراتگ له حده کم گڼلی وځکه چې تریو حده پوری دعراق جنگ ته پاملرنه واوښتله او منابع ورته تخصیص شوی .

ډگرجنرال ډیویډ ریچرد دپنجشنبی په ورځ ‏‎ ‏وویل چې دده په قول بین المللی ټولنې په دی خوا خپلی سترگی پټی کړی او اجازه ورکړه چې په افغانستان کې خالیگاه پیدا شی .

دبریتانی دغه جنرال وویل، دعراق جنگ دیووخت لپاره دخلکوعلاقه او منابع جلب کړی . مگر هغه وویل، دی خوشبین دی چې په افغانستان کې بغاوت ته ماتی ورکول کیدای شی .

XS
SM
MD
LG