د برتانیې د دفاع وزیر وايي طالبان د افغانستان په جنوبي سیمو کي د نورو اضافه برتانوي عسکرو ځای پرځای کېدو لمسولي دي.
د برتانیې د دفاع وزیر، ډي بروان، خپله دغه تبصره په هغي مرکې کي بیان کړې ده چي نن د شنبې په ورځ د گارډین اخبار خپره کړې ده.
ښاغلي بروان ویلي دي چي پر برتانوي عسکرو باندي وروستۍ مرگانۍ حملو د مقاومت اندازه او خصوصیت رابرسېره کړی دی.
ښاغلي بروان د هغو نقادانو په جواب کي چي وايي د برتانیې پوځ یوه معلومه لاره او نقشه نه لري، وویل د برتانیې مخالف سیاستمدران باید ددغه شرایط څخه د گټي اخېستلو خېال له سره وباسي.
هغه وویل د ابهاماتو څخه ډک پیغامونه استول به ښايې د برتانیې عسکر د غیر ضروري خطرونو سره مخامخ کړي.
برتانیه غواړي چي افغانستان ته نور عسکر هم واستوي ځکه قوامندان هلته د توقع برخلاف د سخت مقاومت سره مخامخ سوي دی.