د لاس رسي وړ اتصالات

یوه مسلح سړي د سړک د جوړولو یو کارگر وواژه


افغان چارواکي وايي یوه مسلح سړی د هغه هیواد په جنوب کي یو کارگر پداسي حال کي وواژه چي پر هغه سړک یې کار کاوه چي د امریکا یوې پوځي اډې ته غزېدلی دی.

مقامات وايي د نن ورځي په حمله کي د سړک د جوړولو درې نور کارگران پداسي حال کي ټپي سوي دي چي په یوه موټر کي د زابل ولایت ته د کار لپاره روان وو.

دغو کارگرانو پر هغه سړک باندي کار کاوه چي د کلات ښار یې ددغه هوایي میدان سره نښولی دی.

په عین زمان کي، د متحده ایالاتو په مشري ایتلافي قوه وايي جگړمارانو د دوی پر عسکرو باندي د سې شنبې په ورځ د هلمند د ولایت د گرمسیر په اولسوالۍ کي حمله کړې وه. پدې نښته کي، ایتلافي قوې اوه یاغیان ووژل.

افغان پولیس وايي ایتلافي قوې د سې شنبې په ورځ د خوست په ولایت کي یو سړی پداسي وخت کي وواژه چي پر دوي یې ټکان کول.

بلخوا، په افغانستان کي د استرلیا د پوځ اعلامیه وايي ددې میاشتي په سر کي ښپږ استرلیايی عسکر د افغانستان په جنوبي برخو کي ټپي سوی وو. یو عسکر د معالجې په خاطر بېرته استرلیا ته استول سوی دی.

XS
SM
MD
LG