د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د پوځی عملیاتو دپاره د ایتالیی مرسته


د ایتالیی چپی حکومت د دوهم ځل دپاره په ستر اکثریت د اعتماد هغه رایی وگټلی چی په افغانستان کی د پوځی عملیاتو دپاره دی مالی مرستی ورکړ شی .

د جمعی د ورځی د ا پریکړه د صدراعظم رومانو پرودی د چپی اییتلاف او د مخالف گوندونو د غړو د انتقادونو سره سره منظور شوه.

ښاغلی پرودی د صفر په مقابل کی یو سلو یو شپیته رایی وگټلی .مخالف گوند چی مشری یی پخوانی صدراعظم سلویو برلوسکانی درلوده ممتنع رایه ورکړه.

ښاغلی پرودی د پنجشنبی په روځ هم د اعتماد رایی وگټلی او په افغانستان کی د عملیاتو په اړه د بودیجی منظوری هم تر لاسه کړه .

XS
SM
MD
LG