د لاس رسي وړ اتصالات

ملگری ملتونه نن دلومړی ځل لپاره  دسورئې له لاری لبنان ته په مرستو بارکتارونه لیږی


ملگری ملتونه نن دلومړی ځل لپاره دسورئې له لاری لبنان ته په مرستو بارکتارونه لیږی . دغه اداره وائې، غواړی چې څلورسوه ټنه عاجلی مرستی په درو ورځو کې بیروت ته ورسوی .

لیسا شلائن ‏‎پدی باره کې له ژینیو نه دا رپوټ رالیږلی دی .

دمهاجرو لپاره دملگرو ملتونو عالی کمیشنر وائې، اوه لارۍ چې په زرگونو توشکونو، کمپلواو دکورنیو په خیموباندی باردی ،لبنان ته روانی دی .

ددغې ادارې نطاقه ‏(‎ جینیفر پاگونس ‏)‎ وائې، دمهاجرو لپاره دغه اداره په سوریه اواردن کې دمرستو لوی ذخیری لری مگر تراوسه پوری ئې نه شوی لیږدولی ځکه چې لاری بندی وی او سفر ډیر خطرناک و. پاگونس خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې:

موږ دسمندر،ځمکی او هوائې لارو په لټون کې یو چې زیاتی مرستی لبنان ته ورسو. موږ دقبرس په لرناکاکې دمرستو گدام جوړکړیدی او دترکېې دمرسن بندر امتحان کوو چې لدی لاری نه بیروت ته په کشتیوکې مرستی ورسوو. په عینی حال کې موږ په لبنان او سورئې دواړو کې په بی کوره شوو خلکو باندی مرستی ویشو. دغه مواد چې په دوی باندی ئې ویشو هغه مو په سیمه کې اخیستی دی او هم مو له خپلو ذخیرونه را ایستلی دی .

میرمن پاگونس وائې، په راتلونکو دروورځو کې چې مرستی لبنان ته رسیږی هغه به دشلو زرو تنو لپاره کافی وی . ملگری ملتونه اټکل کوی چې دهغی ورځی نه راپدی چې داسرائیلو او حزب اله ترمنځ جنگ پیل شویدی ،څه دپاسه اویازره تنه بی کوره شویدی .

میرمن پاگونس وائې، دمهارجرو لپاره دملگروملتونودعالی کمیشنرددفتراو دمحلی مقاماتو داټکل له مخی اوه شپبته زره تنه په دوه سوه شولو حکومتی ودانیوکې اوسیږی . میرمن پاگونس خپلو خبرو ته دوام ورکوی اووائې:

ډیره مهمه ستونزه چې په دغه کمپ کې لیدل کیږی ،هغه داده چې ډیره گڼه گوڼه ده او دحفظ الصحی اسانتیاوی نه لیدل کیږی . دالی ناوی په یوښونځی کې څلورسوه تنه اوسیږی اودښځو لپاره پکې یوازی یو تشناب دی . ځکه نو دارنگه نه اسانتیاوی بی ساری زیاتی ستونزی پیداکوی .

په سوریه کې د ‏(‎ UNHCR ‏)‎ سرحدی څارونکو رپوټ ورکړیدی چې هغه خلک چې له لبنان نه سورئې ته راځی په هغوی کې ناروغې لگیدلی ده .مگر پاگونس وائې، دا دوخت نه دمخه ده چې پدی باره کې څه وویل شی . دا وائې، ډیر خلک دحملونه تښتی او له سرحدنه تیریږی . UNHCR اټکل له مخی تقریبآ شل زره تنه په سورئې کې اوسیږی او ټول مرستی ته ډیر زیات ضرورت لری .

XS
SM
MD
LG