یوه ځان مرگي بم چونکي په کابل کی ١٦ کسه چی دوه امریکایی عسکر هم په کی شامل وو وژلی دي
په کابل کی د امریکا سفارت ته نژدې د یوه قوي موټر بم چاودنه شوې ١٦ کسه یې وژلي دي چی په هغو کی دوه امریکایی عسکر هم وو . دوه نور امریکایی عسکر زخمي شوي دي .
د امریکا د اردو مامورین وایی بم چونکي خپل د بمونو ډک موټر نن په کابل کی د امریکا د موټرو د کاروان په خوا وروست او هغه یې وچاود .
عیتي شاهدان وایی چی امریکایی عسکرو او د امنیتي چارو کارکونکو ژر دغه سیمه بنده کړه .
یو بل خبر وایی چی نن د کندهار د ښار نه دباندی هم یوه ځان مرگي بم وچاود او یواځی خپله په کی مړ شو . او د افغانستان په لویدیځ کی هم د بم په چاودنه کی څلور ایټالوي عسکر زخمي شوي دي .
له بلي خوا د ناتو مامورینو ویلي دي چی عسکرو یې پرون د افغانستان په جنوب کی په تعرضي عملیاتو کی لږ تر لږه ٢٠ یاغي طالبان وژلي دي . په دې سره په تیره یوه هفته کی په کندهار کی د وژل سوو یاغیانو شمیر ٣٠٠ تنو ته رسیدلی دی .