د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د پوځ یو ویاند وايي عسکرو یې په کشمیر کي د یاغیانو یو مهم مشر وژلی دی


دغه ویاند نن د شنبې په ورځ وویل دا افراطي چي د سعد په نامه معرفي سوی دی، د لشکر طیبه د ډلي محلي مشر او د مالي چارو مسول وو. لشکر طیبه د پوځ د دې اعلامیې په باب کومه تبصره نده کړې.

هندي مقاماتو په پاکستان کي دیره دغه ډله په کشمیر کي د څو حملو مسوله گڼي. هند او پاکستان دواړه د کشمیر د حاکمیت دعوه لري. په کشمیر کي ١٧ کاله کېږي چي بغاوت روان دی او څه د پاسه ۴٥ زره خلک پکې وژل سوي دي.


XS
SM
MD
LG