د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهورریس هیله من دی چي د هند د مشرانو سره دده ملاقات به په کشمیر کي تاوتریخوالي کم کړې


د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف د ناپییلو هیوادونو مشرانو ته وویل هیله لری چي د هند د مشرانو سره به ملاقات په کشمیر کي تاوتریخوالي کم کاندي.

ټاکل سوې ده چي جنرال مشرف او د هند صدراعظم من موهن سنگ به نن په هاوانا کي د ناپییلي هیوادونو د غونډي څخه بهر سره وگوري.

د پاکستان د جمهورریس پر خلاف، ښاغلي من موهن سنگ د جمعې د ورځي په غونډه کي د کشمیر په باب خبري ونه کړې. مگر هغه د ناپییلو هیوادونو مشران د تروریزم پر خلاف د مجادلې لپاره وهڅول.


XS
SM
MD
LG