د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانېې لومړى وزېر ټونى بلېر د ډارفر د تشدد د ختمولو لپاره د اقداماتو غوښتنه کړېده


د بر تانېې لومړى وزېر ټونى بلېر داوروپاېې آتحآد مشرانو ته خواست کړېدى چې په لوېدېز ډارفر کې د تشدد د ختمولو لپاره نورهم ډېر اقدامات وکړى.

ښاغلى بلېر په ېو لېک کې د اروپايي اتحآد له ٢۴ لومړېو وزېرانو نه خواست کړېدى. هغه په لېک کې هغوى دېته هڅولى دى چې د سوډان پر حکومت او ېاغى ډلو باندى فشار واچوى چې کورنى جگړه سمدلاسه ختمه کړى. ښاغلى بلېر وايي که سوډان د فشار په مقابل کې مثبت ځواب ورکړى نو پکارده چې اروپايي اتحآد دېته چمتو واوسى چې دغه هېواد ته اقتصادى مرستى برابرى کړى، پورونه ورته وبښى چې د دبېارغونى له هلو ځلو سره پکى مرسته وسى.

خو ښاغلى بلېر داهم وايى چې دسوډان لپاره ددى فرصت نه د گټى اخېستلو دروازه باېد دتل لپاره خلاصه نه وى.

XS
SM
MD
LG