د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د ېاغېانو په ېو لړ  برېدونو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوېدي


پولېس وايي په ېوه پېښه کې، ېو ځان وژونکي خپل موټر د تل عفار په ښارگوټى کې چې د ۴٢٠ کېلو مترو په فاصله کې د بغداد شما ل لوېدېز خواته پروت دى ، د اردو له ېو پوستې سره وجنگاوه . دوه عراقى عسکر ېې ووژل او دوه نورېې زخمېان کړل. د عراق په پاېتخت کې هم څو برېدونه شوېدي. په دغو برېدونو کې د پولېسو په گزمه باندى د ېوموټر بم برېد هم شامل دى. په دغه برېد کې لږ تر لږه ېو تن وژل شوى او څوارلس تنه نور زخمېان شوېدى. په زخمېانوکې پولېسان هم شامل دى.

د شنبى په ورځ د بغداد په هغه سېمه کې چې شېعه گان پکى ډېر اوسېږى او دصدر د ښارگوټى په نامه ېادېږى، د ېوبم د چاودونى په سبب ٣٠ کسان ووژل شول او ٢۴ تنه نور زخمېان شول.

دامرېکا پوځ تېره اونى ووېل دوى توقع لرى چې په عراق کې د روژى په مېاشت کې حملى زېاتى شى. رپوټ وايى د سنېانو لپاره روژه پرون د شنبى په ورځ پېل شوېده. دعراق شېعه گان به ددوشنبى په ورځ روژه پېل کوى.

XS
SM
MD
LG