دهند اردو وايي په هندى کشمېر کې څلور تنه چې داسلامى سر تېرو گومان پرې کېده، له عسکر و سره په ېوه وسله واله نښته کې وژل شوېدي.
د پوځ ېو وېاند وايي جگړه نن د ېکشنبى په ورځ دهند ي کشمېر په شمالى برخه کې د کشمېر د اوړي د پاېتخت سرېنگر په سېمه کې، دوخته شوېده.
هند هروخت په پاکستان باندى دا تور لگوي چې هغو سرتېرو ته وسله ورکوي چې هند ي کشمېر ته په دې خاطر داووښتلو کوشش کوى چې هلته برېدونه وکړى. پاکستان دا تور ردوى او وايي چې دوى له هغو ېاغېانو سره چى په کشمېر کې دهند د حکومت خلاف جگړه کوى ېوازې اخلاقي مرسته کوى.
په هند ي کشمېر کې دتېرو اولس کلونو راهېسې داسى بغاوت روان دى چې تر ۴٥-زرو نه زېات کسان پکى مړه شول. ېوشمېر ېاغى ډلې د کشمېر د آزادى او ېاېې له پاکستان سره د ېوځاى کولو لپاره جگړه کوى.