د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او مشرف د افغانستان د روان تشدد ملامتي پر یو بل اچوي


جمهورریس بش به نن د افغانستان او پاکستان د جمهورریسانو سره پدې مقصد وگوري چي په افغانستان کي د روان تشدد په باب خبري ور سره وکړي.

د سپیني ماڼۍ دا ملاقات وروسته له هغه کېږي چي د افغانستان جمهورریس حامد کرزي او د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف د تروریزم پر خلاف د مجادلې په ارتباط پر یو بل باندي انتقادونه وکړل.

مگر ښاغلي بش وايي دواړه جمهورریسان د اسامه بن لادن د نیولو په شمول گډ اهداف لري.

د سې شنبې په ورځ، ښاغلي کرزي پخپل هیواد کي د زیاتېدونکو حملو پړه په پاکستان کي پر اسلامي مدرسو باندي واچوله. هغه وايي دا مدرسې تروریستان روزي.

مگر جنرال مشرف وايي ښاغلي کرزي د طالبانو د کنترولو لپاره پوره او لازم کارونه ندي کړي. هغه، دغه راز، د افغانستان مشر د واقعیتونو په نه لېدلو متهموي. جنرال مشرف وايي په افغانستان کي د وروستیو حملو تر شا خوابدي او ناراضه پښتانه ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG