د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایی چی د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کی حملې درې چنده شوي دي


د امریکا اردو وایی چی په افغانستان کی د پاکستان سره د سرحد په اوږدو کی د مبارزینو حملې درې چنده شوي دي .

په افغانستان کی د امریکا په مشري د ائتلافي قواو یوه نطاق ډگر وال جان پارادیس وویل چی ددې حملو زیاتوب په شمالي وزیرستان کی چی پاکستاني مقاماتو ورسره متارکه اعلان کړه ، لیدل کیږی .

نطاق دا ونه ویل چی په افغانستان کی ددې حملو شا ته ولاړ مبارزین د شمالي وزیرستان د سیمي نه را اوړی او که نه .

ددې سرحدي نښتو او حملو د زیاتوالي له کبله د افغانستان او پاکستان د جمهور رئیسانو تر منځ تاوتریخوالی هم زیات سوی دی .

دوی دواړو ته جمهور رئیس بوش په سپینه ماڼۍ کی ماښامنۍ میلمستیا کړې وه چی په کی په دې باندی خبری وشوې چی دوی به تروریزم ته څنگه ماته ورکوی . سپیني ماڼۍ دا ملاقات د نظرونو رغونکې تبادله وبلله .

دغه درې واړه جمهوررئیسان په تلویزیون کی ډیر لږ را ښکاره سول .

د امریکا غږ د سپیني ماڼۍ خبریال وایی چی ښاغلی کرزی او جنرال مشرف دواړه چندان خوشحال نه ښکاریدل ، یو بل ته یې نه کتل او خبري یې هم نه سره کولې .

XS
SM
MD
LG