د لاس رسي وړ اتصالات

دبرما نظامی حکومت دامریکا دبهرنیوچارو دوزارت انتقادی رپوټ ردکړیدی


دبرما نظامی حکومت دامریکا دبهرنیوچارو دوزارت رپوټ ردکړیدی چې په برما باندی پکې انتقادشویدی چې وائې، په دغه هیواد کې په مذهبی فعالیتونوباندی محدودیتونه لگو ل شویدی .

دامریکا دبهرنیوچارو دوزارت کلنی رپوټ دروانی میاشت په سرکې خپورشویدی او دیوشمیر هیوادونونومونه پکې اخیستل شویدی چې پدوی کې برما،ایران او چین شامل دی .رپوټ وائې، په دغوهیوادونو کې دمذهبی آزادیونه کلکه سرغړونه کیږی .

دبرما دبهرنیو چارو وزارت نن وویل، ددغو تورونو ترشاسیاسی اهداف دی او توجیه کیدای نشی . دغه وزارت وویل، په برما کې دمذهبی ډلو ترمنځ کومه جدی ستونزه نده موجود.

برما یو بودائې هیواد دی مگر عیسویان، مسلمانان اوهندوان پکې اوسیږی .دبشری حقوقو ډلو، دامریکا په شمول ډیروملکونو په برماباندی انتقاد کوی چې دبشری حقوقونه پکې سرغړونی کیږی .

دبهرنیو چارو دوزارت د رپوټ دامریکا دمامورانو سره مرسته کوی چې خپله پالیسی اعیاره کړی ، ډیپلوماسۍ پرمخ بوځی او پدی باره کې فیصله کوی چې خصوصی ډلو سره مرسته وکړی چې په خپلو هیوادونو کې مذهبی آزادی تقویه کړی.

XS
SM
MD
LG