د لاس رسي وړ اتصالات

د ائتلاف عسکرو په عراق کې  دالقاعدی یو مشکوک ترورست نیولی دی


په عراق کې دامریکا پوځی مقامات وائې، په بغداد کې دسنی عرب دیولوړ رتبه سیاستمدارپه کورباندی دحملی په وخت کې دائتلاف عسکرو دالقاعدی یومشکوک ترورست نیولی دی .

پوځیان وائې، دمشکوک سړی دعدنان الدولامی په کورکې ونیواو دسیاستمداردامنیتی ساتونکی ډلی یوغړی دی . دامریکا پوځی ماموران وائې، دغه مشکوک سړی موټربونه جوړول چې دبغداد په امنیتی سیمه کې چې دگرین زون په نومه باندی یادیږی ،په حملو کې ورنه کار اخیستل کیده . په دغه سیمه کې ډیپلوماتان او نظامی ماموران اوسیږی.

ددغه سړی هویت معلوم شویدی. دی په بغداد کې دښاغلې دولیامی دکورساتونکی و. مامورین وائې، ددغې حملی معنئ دل نده چې پخپله سیاستمدار په غیر قانونی فعالیت کې لاس لاره .

ماموران وائې، دغه سړی په هغه وخت کې ونیول شوچې عراقی ماموران په بغدادکې په تگ راتگ باندی بندیزولگاوه. مگردامعلومه نده چې دغه بندیزدحملی پوری یا دبم دهغی حملی پوری اړه لرله چې دهغې دپلان جوړولو تورپه دغه مشکوک سړی باندی لگیدلی دی .

له بلی خوا په شمالی ښار تل افار کې دموټربم چاودنه شویده چې دوه تنه پکې وژل شوی او څه دپاسه دیرش تنه پکې ټپیان شویدی .

XS
SM
MD
LG