د لاس رسي وړ اتصالات

ېو بل سړى هم په هند کې د ١٩٩٣ مېلادى کال د بم چونو په اړه محکوم شوي دى


دهند محکمى ېو بل سړى هم په دغه هېواد کې د ١٩٩٣ مېلادى کال د بم چونو په اړه محکوم کړىدى. دا بم چونى په مومبئي کې شوې وې او ٢٥٧ کسان پکى وژل شوي وو. قاضې ووېل چې نېاز احمد باندى چې کوم تورونه لگول شوى وو په هغو ټولو کې گناهکا رثابت شوېدى. پر هغه باندى دا تور لگول شوى و چې په پاکستان کې ېې دوسلو د استعمال روزنه لېدلى ده ، او په دسېسه کې ېې لاس درلود. رپوټ وايي چې هغه دوسلى روزنه په مومبئي کې له چاودنو نه مخکى لېدلى وه. آحمد ٢٦- م کس دى چې محکوم شوېدى او دمرگ له سزاسره مخامخېدونکى دى. په دغه قضېه کې تر سلونه زېات نارېنه اوښځى له محاکمى سره مخامخ دى.

په عېن حال کې دهند پر جمهوررئېس باندى دا فشار مخ په زېاتېدو دى چې هغه کشمېرى وبښى چې په مرگ محکوم شوېدى. پر هغه باندى د ا الزام و چې دهند پر پارلېمان باندى ېې پنځه کاله پخوا په حمله کې لاس درلود. ددغه محکوم سړى ښځى د رحم او عفوې خواست کړېدى. په هندى کشمېر کې له هغه وخت راهېسى سختى مظاهرى روانى دى چې چارواکو ددعه سړى د مرگ نېټه اعلان کړېده. دا سړى محمد افضل نومېږى او د اکتوبر شلمه ېې داعدام نېټه اعلان شوېده.

د بشرى حقوقو پلوېان وايي چې دا سزا ډېره سخته ده. هغوى داهم وايي چې د هغه د مرگ پرېکړه د سمو اوجدى تحقېقاتو په نتېجه کې نده شوې. دا پرېکړه د ٢٠٠١ مېلادى کال د حملو په رڼا کې شوېده او هغه وخت څوارلس کسان پکى ووژل شول. همدغى حملى پاکستان اوهند د جگړى په درشل کې درولي وو.

XS
SM
MD
LG