د لاس رسي وړ اتصالات

رمزفیلډ په افغانستان کي د پرمختگونو په باب خبري کوي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، ډانلډ رمزفیلډ، وايي د طالبانو د رژیم د رانسکورولو څخه پنځه کاله وروسته، په هغه هیواد کي د پرمختگ لپاره خوشبیني سته.

ښاغلي رمزفیلډ نن د شبنې په روځ د واشنگتن پوست په اخبار کي لیکلي دي چي د افغانستان په جنوبي برخو کي د مخدره موادو او تشدد د زیاتېدو سره سره، د خوشبینۍ او هیلي لپاره لا وخت سته.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د اقتصادي پرمختگونو په شمول د افغانستان په پوځ کي د پرمختگونو په باب وویل د هغه هیواد په اردو کي هره میاشت زر عسکر زیاتېږي، او په مکتبونو کي د ماشومانو په داخلېدو کي پنځه سوه فیصده ډیروالی راغلی دی.

ښاغلي رمزفیلډ، دغه راز، د څو ستونزو په باب هم څه لیکلي دي. هغه د مخدره موادو او تشدد زیاتوالي ته اشاره کوي.

XS
SM
MD
LG