د افغانستان په جنوبي برخه کي، په یوې حملې کي د ناټو اتحاد یو عسکر وژل سوی دی.
د ناټو اعلامیه وايي یاغیانو د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کي د سړک د غاړي یو بم وچاود او بیا یې پر یوې پوځي گزمې باندي ټکان پیل کړل.
سږکال د افغانستان په ټولو سیمو کي، پر نظامي اهدافو باندي د طالبانو حملې زیاتي سوي دي، او هم انتحاري او د موټر بمونو حملې ډېري سوي دي.
د طالبانو د رژیم د راپرځولو په مقصد د ایتلافي قواو تهاجم پوره پنځه کاله تر مخه پیل وسو. پدې نظامي تعرض کي، د القاعدې د تروریستانو کمپونه او د طالبانو پوځي اهداف په نښه سوي وو.