د لاس رسي وړ اتصالات

شمالى کورېا ادعا کوى چې د دوشنبې په ورځ ېې ېوه اټومى ازموېنه کړېده


شمالى کورېا ادعا کوى چې نن ددوشنبې په ورځ ېې په موفقېت سره له زمکى لاندى ېوه اټومى ازموېنه کړېده. دابه له هند اوپاکستان نه وروسته چې د ١٩٩٨ مېلادى کال دمې په مېاشت کې ېې ازموېنه کړې وه اولنى هېواد وى چې اټومى ازموېنه کوى.

دا ټومى وسلو دنه خپرولو تړون په رسمى ډول چېن، فرانسه ، روسېه ، برتانېه او امرېکا داټومى وسلو لرونکېو هېوادونو په حېث پېژنى. خو پردې سر بېره د شمالى کورېا په شمول نهه نور هېوادونه هم شته دى چې دهغو په برخه کې داسى فکر کېږى چې او ېا په دې مشهور شوېدى چې اټومى وسلې لرى. د شمالى کورېا په باب داسى فکر کېږى چې د شپږ اټومى وسلو جوړولو په اندازه اټومى مواد لرى. د شمالى کورېا دا ټومى موادو په باب اټکلونه ډېر دى او تصدېق سوي هم ندى.

رپوټ وايى چې امرېکا او روسېه هرېو جلا جلا پنځه زره ستراتېژېکى کوپړۍ لرى.

رپوټ وايى چې امرېکا لږ تر لږه زر تاکتېکى او عملېاتى جنگى کوپړئ لرى ، دا وسلى له ستراتېژېکو وسلو نه کمزورې دى. دامرېکا ستراتېژېکى وسلى د قاره پېما توغندېو په واسطه انتقالېږى.

روسېه ٣٥ سوه تاکتېکى اوعملېاتى جنگى کوپړى لرى. او لږ تر لږه ١١ زره ستراتېژېکى او تاکتېکى جنگى کوپړئ ورسره ذخېره دى. فرانسه ٣٥ سوه ستراتېژېکى او بر تانېه ٢٠٠ سوه همدغه راز وسلى لرى. چېن وايى چې دوى ٢٥٠ ستراتېژېکى کوپړۍ لرى او ١٥٠ تاکتېکى کوپړۍ لرى. هند د ۴٥ او ٩٥ په شاوخواکې اټومى کوپړېو د لرلو لافې وهى. او دهغه گاونډى هېواد پاکستان د ٣٠ او پنځوس په شاوخواکې اټومى کوپړۍ لرى. اسراېېل له دېنه انکار کوى چې داخبره تاېېد کړى چې اټومى وسلى لرى خو دهغوى په باب په عمومى ډول داخبره کېږى چې لږ تر لږه ٢٠٠ جنگى کوپړى لرى.

XS
SM
MD
LG