د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن او ټوکیو منلی ده چې دملگروملتونو دپریکړی له مخی دشمالی کوری دکشتیو په تالاشی کولو کې  به  په گډه پوځی رول ارزیابی کړی


دجاپان خبری اژانس کیوودو نن رپوټ ورکړیدی چې واشنگټن او ټوکیو منلی ده چې دملگروملتونو دپریکړی له مخی دشمالی کوری دکشتیو په تالاشی کولو کې به په گډه پوځی رول ارزیابی کړی .

خبراژانس وائې، دافیصله دجاپان دصدراعظم ‏(‎شینزو ابی ‏)‎ او دامریکا دبهرنیو چارو دوزیر کانډولیزا رائس دغونډی په وخت کې وشوه .

رائس او ابی نن تقریبآ دڅلویښتو دقیقو لپاره غونډه وکړه .

دجاپان خبری اژانس وائې، دواړو خواو موافقه وکړه چې ددوی دبهرنیو او دفاع دوزیرانو په سویه دی ددغې تلاشی په باره کې خبری وشی .

میرمن رائس پرون وغوښتل چې دشمالی کوریا په خلاف لگیدلی بندیزونه دی په مؤثره توگه او په چټکی سره عملی شی او وائې، امریکا نه غواړی چې داکټوبر دنهمی نیټې دپیونگ یانگ داتمی ازمایښت په سر دغه ستونزه پراخه کړی .

که دشمالی کوریا په کشتیو باندی دا شک راشی چې د وسلو هغه مواد پکې دی چې بندیزونه ورباندی لگیدلی دی ،پوځ ئې تلاشی نو کیدای شی چې دجاپان ددوهم ړیوال جنگ داساسی قانون سره مغایرت لری او دټوکیولپاره ډیره حساسه موضوع ده .

مخکې میرمن رائس دواشنگټن پرهغې وعدی باندی بیاټینگار وکړچې دجاپان ددفاع لپاره ئې کړیده .په سیمه کې جاپان دامریکا ډیرنژدی متحد دی او دامریکا تقریبآ پنځوس زره عسکر پکې دیره دی .

دشمالی کوریا دتیری هفتی اتمی ازمایښت په سیمه کې دنظامی سیالې ویره پیدا کړیده .

میرمن رائس دجاپان دبهرنیو چارو دوزیر تارو اسو سره په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، امریکا ددغې ستونزی پراختیا نه غواړی بلکه موږ ددغې بحران حل غواړو . هغې دملگرو ملتونو پریکړی ته اشاره وکړه اووی ویل چې دامحاصره نده .

میرمن رائس له جاپان نه وروسته جنوبی کوریا ته او ولاړه اووروسته بیا چین او روسېې ته سفرکوی .


XS
SM
MD
LG