د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا دبهرینو چارو وزیره کانډو لیزا نن دپنجشنبی په ورځ په جنوبی کوریا کې ده چې سیول دی ته وهڅوی چې دشمالی کوریا په خلاف دلگیدلواقتصادی بندیزونو ملاتړوکړی


دامریکا دبهرینو چارو وزیره کانډو لیزا نن دپنجشنبی په ورځ په جنوبی کوریا کې ده چې سیول دی ته وهڅوی چې دشمالی کوریا په خلاف دلگیدلواقتصادی بندیزونو ملاتړوکړی په داسی حال کې چې په پیونگ یانگ کې دچین استازو دغه گوښه شوی هیواد ته دنورو اتمی ازمایښتونو په خلاف خبرداری ورکړیدی .

کیدای شی چې چین شمالی کوریا دنورو اتمی ازمایښتونه منع کړی ځکه چې چین له ډیرپخوانه ددغه نیسمن هیواد نژدی ملگری دی او دتجارت او تیلو ترټولو لوئې منبع ده .

واشنگټن هیله لری چې دچین دبهرنیو چارو دبهرنیو چارو دپخوانی وزیر تانگ جیاسوان په شمول دچین هیآت شمالی کوریا ته دراتلونکو اتمی ازمایښتونو په باره کې کلک خبرداری ورکړی . دامریکا یولوړ مامور چې دمیرمن سره په هغه الوتکه کې چې له ټوکیونه سیول ته روانه وه او دی ورسره ملگری دی، خبریالانو ته داخبره وکړه .

دامریکا مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې دمصنوعی سپوږمۍ عکسونه ښئ چې دشمالی کوریا داتمی ازمایښتو په مرکز کې مشکوکه فعالیت روان دی .

دشمالی کوریا دتیری هفتی اتمی ازمایښت دامریکا او جنوبی کوریا روابط دجدی ستونزی سره مخامخ کړیدی.دغو دواړو هیوادونو دپیونگ یانگ سره دچال چلند په باره کې اساسی اختلاف لاره .

امریکا دشمالی کوریا په خلاف دسخت دریځ غوره کول غوښتل په داسی حال کې چې جنوبی کوریا پدی هکله زړه نازړه وه او وائې، کیدای شی دغه اقدام تاوتریخوالی لانور پسی زیات کړی .

رائس به دجنوبی کوریا دبهرنیو چارو دوزیر بان کیمون سره وگوری چې دشمالی کوریا ددوهم اتمی ازمایښت په باره کې خبرداری ورکړید چې وائې، دابه دبین المللی سخت ځواب سره مخامخ شی.

بان چې دملگرو ملتونوملتونو راتلونکی عمومی منشی وی، وویل، پیونگ یانگ نور اقدامات ونکړی چې دا به وضع لانوره پسی خرابه کړی .

XS
SM
MD
LG