د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو اته تنه افغان کارگران چی په یوه امریکایی اډه کی یې کار کاوه وژلي دي


افغان پولیسو ویلی دي چی وسله والو سړیو اته تنه ملکي افغانان چی په یوه گوښه سیمه کی یې د امریکا په یوه نظامي اډه کی کار کاوه وژلي دي. مقامات وایی چی دغو وسله والو کسانو په هغه موټر باندی پرون پټه حمله وکړه چی دغه کرگران د کنړ په ولایت کی د کورنگال په غرنۍ سیمه کی د امریکا د یوې نظامي اډې نه را ستانه سوي وو .

د افغانستان په نورو سیمو کی هم یو لړ حملې سوي دي . پولیس وایی چی نن د خوست ښار ته نژدې د افغان پوځ د موټرو قطار ته یوه ځان مرگي د بم په چاودنه کی ځان والوځاوه ، پنځه عسکر او درې ملکي خلک یې زخمیان کړل .

په عین حال کی کاناډا په ناتو کی په خپلو متحدینو باندی فشار اچولی چی خپلي قواوي دي چی همدا اوس په افغانستان کی دي د هغه ملک جنوبي سیمو ته چی قوماندانان وایی جگړې په کی د توقع خلاف سختي سوي دي ، واستوی .

XS
SM
MD
LG