د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو قواو د افغانستان په جنوب کی ۴٨ یاغي طالبان وژلي دي


د ناتو مامورین وایی چی قواو یې د افغانستان په جنوب کی په څو حملو کی لږتر لږه ۴٨ مشکوک یاغي طالبان او څو ملکي کسان وژلي دي .

د ناتو اتحاد پرون وویل چی په دې حملو کی چی د کندهار د ژړۍ او پنجوایی په ولسوالیو کی د سه شنبې په ورځ وشوې څلور ملکي خلک هم زخمي سول .

د ناتو یوه نطاق وویل چی دغه اتحاد کوشش کوی چی د ملکي خلکو د مرگ ژوبلي دقیق او اعتباري رپوټونه ترلاسه کړی . هغه وایی چی ناتو د ملکي خلکو د مرگ ژوبلي په باب ژوره اندیښنه څرگندوی .

مخکي د ناتو اتحاد ویلي و چی افغان پولیسو او د ناتو په مشري عسکرو څه د پاسه نهه ټنه چرس په یوه لارۍ کی هغه وخت ونیول چی لارۍ د زابل د ولایت د تلاشۍ پوستې ته ورسیده . عسکرو ډرایور او درې کسه چی په لارۍ کی سپاره وو ونیول .

XS
SM
MD
LG