د لاس رسي وړ اتصالات

ملگری ملتونه په سومالیا کې دسولی او امنیت غوښتنه کوی


دملگروملتونو عمومی منشی کوفی انان وروسته له هغو رپوټونونه چې وائې، خارجی عسکرپه دغه هیوادکې ځای په ځای شویدی، دسومالیا له گاونډیانونه وغوښتل چې له داسی اعمالونه ځانونه وساتی چې هغه دپارونی سبب کیږی .

دملگرو ملتونونطاق سټیفن دوجاریک پرون دجمعی په ورځ هغه رپوټونه تائیدنکړل چې وائې، تقریبآ لس زره خارجی عسکر په سومالیا کې دی . لیکن هغه وویل، ښاغلئ انان له دغو رپوټونو نه خبردی او په دغه جنجال کې دشاملو ټولو خواونه ئې وغوښتل چې دغه وضع لا نوره پسی متشنجه نکړی .

اسوسیټډ پرس دملگرو ملتونو دمعلوماتو دورکولو دیوسری رپوټ له قوله وائې، په سومالیاکې دائتوپیا او ایرتریا په لسگونو زره عسکر ځای په ځای شویدی . دغه عسکر په جنجال کې دشاملوسیالوخواو ملاتړکوی .

دا تور په داسی وخت کې ولگید چې دسومالیا بنیادگرا تحریک مشر شیخ شریف شیخ محمد پرون دجمعی په ورځ له خپلو پیروانونه وغوښتل چې که دائتوپیا عسکر دسومالیا په خاوره کې پیدا کړی سمدستی ورباندی حمله وکړی .

دائتوپیا مقامات دامنی چې په سلگونو عسکرئې سومالیاته استولی دی چې دسومالیا دحکومت عسکروروزی .

XS
SM
MD
LG