د لاس رسي وړ اتصالات

کېداې شى چې شمالى کورېا په اېنده کې ېوه بله اټومى ازموېنه هم وکړى


په جنوبى کورېاکې دامرېکا د قواو قوماندان وايي دى توقع لرى چې شمالى کورېا به په اېنده کې ېوه بله اټومى ازموېنه هم وکړى. جنرال بوروېل بېل نن د جنوى کورېا په پاېتخت سېول کې ووېل چې ددې توقع کېدلى شى چې شمالى کورېا به بله اټومى ازموېنه هم د خپل پاروونکى پروگرم دېوې برخى په توگه وکړى.

شمالى کورېا د اکتوبرپه نهمه نېټه ېوه اټومى ازموېنه وکړه او وې وېل چى دوى ددى لپاره اټومى وسلو ته ضرورت لرى چې دامرېکا د خطر په مقابل کې خپله دفاع قوى کړى.

جنرال بېل وايي چې دغى ازموېنى د کورېا په ټاپو وزمه کې دوسلو توازن ندى خراب کړى. که چېرى شماى کورېا په جنوبى کورېاباندى حمله وکړى نو د جنوبى کورېا او امرېکا قواوې په چټکى سره دغه تېرى او تجاوز ماتولى شى.

خو هغه ووېل چې داېتلاف قواوې به د شمالى کورېا په مقابل کې د ړومبي گوزار له پالېسى نه کار وانخلى.

جنرال بېل په جنوبى کورېا کې دا ته وېشت زره امرېکا يى قواو قومانده په غاړه لرى. د ١٩٥٠ او ١٩٥٣ کلونو ترمنځ د کورېا جگړه شوې وه . په دغه وخت کې امرېکا له جنوبى کورېا سره گډ د فاعى تړون لاسلېک کړى و. که چېرى جگړه پېښه شى نو امرېکا به ددغه تړون له مخى د جنوبى کورېا د عسکرو قومانده په غاړه ولرى.

XS
SM
MD
LG