د لاس رسي وړ اتصالات

په ختېځ افغانستان کې ېو شمېر کسانو د افغانستان او اېتلاف دقواو پرېوه کاروان باندى حمله کړېده


دناټو چارواکي وايي په ختېځ افغانستان کې ېو شمېر کسانو چې گومان کېږى سرتېري به وى د افغانستان او اېتلاف دقواو پرېوه کاروان باندى حمله کړېده. دناټو درې عسکر ېې وژلى اوېو تن ېې زخمى کړېدى. دناټو چارواکى وايي عسکرو د نورستا ن په ولاېت کې گزمه کوله چې دهغوى دموټر د سړک د غاړې په بم ور برابر شو. داسېمه د پاکستان سرحد ته نېژدې پرته ده. په افغانستان کې دناټو اېتلاف ددغو عسکر و دهوېت او ملېت په باب معلومات ندى ورکړى. داحمله وروسته له هغى جگړې نه وروسته کېږى چې دناټو اتحاد وايي پنځه پنځوس ېاغېان ېې ووژل. رپوټ وايي د ناټو ېو عسکر هم پکى وژل شوى و.

په ېوه جلا پېښه کې د غزنى په ولاېت کې ېوځان وژونکى دبم په چونه کې ېو افغان پولېس وژلى دى.

په دې نېژدى مېاشتو کې ېاغى طالبانو دناټو د عسکرو خلاف په جنوبى افغانستان کې په دې نېژدى مېاشتو کې خپلى حملى زېاتى کړېدي. هروخت په شمال ختېځوسرحدى سېموکې له خپلو مرکزونو نه را اوړى. افغان چارواکى وايي دطالبانو مشران هروخت په پاکستان کې د پناه ځاى پېدا کوى. خوپاکستان داتورونه ردوى او وايي چې اتېا زره پوځ ېې د سرحد په سخته غرنى سېمه کې ددې لپاره اچولى دى چې د طآلبانو او القاعده پرارېان ونېسى.

XS
SM
MD
LG