د لاس رسي وړ اتصالات

شمالى کورېا به دسږکال له ختمېدونه مخکى په شپږ ملېتى خبرو کې برخه واخلى


دامرېکا استاځى کرېستوفر هېل وايي چې شمالى کورېا په دې موافقه کړېده چى دسږکال له ختمېدونه مخکى په هغوشپږ ملېتى خبرو کې برخه واخلى چې مقصد ېې د شمالى کورېا د اټومى پروگرام ختمول دي.

کرېستو فرهېل نن په پېکنگ کې خبرېالانوته ووېل چې د شپږملېتى خبرو په باب موافقى ته له ېوه غېر رسمى مجلس نه وروسته چې

دامرېکا چېن او شمالى کورېا ترمنځ وشو، ورسېدل. شمالى کورېا له هغه وخت راهېسى له سخت دېپلوماتېک فشار لاندى ده چې د اکتوبر په نهمه نېټه ېې له زمکې لاندى اټومى ازموېنه وکړه.

کرېستو فر هېل وايي دا خبرى په نومبر کې پېل کېدلى شى.

نن په سپېنه مآڼىکې دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د شپږ ملېتى خبرو له غړېو هېوادونو نه مننه وکړه چې کورېا ېې دېته چمتوکړه چې دمذاکراتو مېزته حاضره شى. هغه ووېل امرېکا به دغى سېمى ته نورى ډلگى ددى لپاره ولېږى چې له خپلو شرېکباڼو سره ددى لپاره ملاقات وکړى چې داخبرى موثرې شى او دملگرو ملتونو اوسنى بندېزونه د شمالى کورېا په برخه کې عملى شى.

XS
SM
MD
LG