د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو قواو د کابل په شمال کی د یاغي طالبانو سره جگړې کړي دي


د ناتو او افغانستان مامورین وایی چی د ناتو عسکرو د کابل په شمال کی د مشکوکو یاغي طالبانو سره جگړې کړي دي .

مامورینو وویل چی دا جگړې د جمعې او شنبې په ورځو په تگاب کی شوي دي

په افغانستان کی تر اوسه زیاتره جگړې د هغه ملک په جنوبي او ختیځو سیمو کی کیدلې او دا جگړې چی کابل ته نژدې سوي دي نادري دي .

یو بل خبر وایی چی یاغي طالبانو د افغانستان په جنوب کی د موټرو پر هغه کاروان باندی پټه حمله وکړه چی د ناتو یوې اډې ته یې مواد رسول او دوه پاکستاني ډرایوران یې ووژل .

او د هالینډ د بهرنیو چارو وزیر برنارډ باټ په پاکستان باندی فشار اچولی چی د افغانستان سره خپل سرحد وتړی چی یاغیان ور وانه وړی . هغه پرون په کابل کی خبریالانو ته وویل چی دده هیواد به په ناتو کی د خپلو متحدانو نه دا هم وغواړی چی د افغانستان جنوبي جنجالي سیمو ته نور عسکر هم واستوی .

XS
SM
MD
LG