د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانیانو دبرمته شوو امریکایانو د کلیزی دبحران  نه سرغړونه کړیده


په زرگونوایرانیانو په تهران کې دامریکا دپخوانی سفارت مخی ته راغونډ شوی وو چې هغه ورځ یاده کړی چې ٢٧ کاله پخوا اسلامی بنیادگرایانو دغه ودانی نیولی وه .

اکثره دغه مظاهره چیان زده کونکی وو چې بیرغونه ئې په لاس کې وو او دا شعارونه ئې ورکول چې مرگ دی وی په امریکا او مرگ دی وی په اسرائیلو .

اسلامی بنیادگرایانو د١٩٧٩ م کال دنومبرپه څلورمه نیټه په تهران کې دامریکا په سفارت باندی ورشیوه شول او امریکائې ډیپلوماتان ئې تر۴۴۴ ورځو لپاره برمته کړل .دآیت اله روح اله خامنه ئې په مشری دایران اسلامی انقلاب وشواو دایران پادشاه ئې له قدرت نه ایسته کړ. ددغه انقلاب داعلانیدو نه لږ وروسته بنیادگرایانو دغه عمل وکړ.

ایران او نورلویدیځ ملکونه کوښښ کوی چې دملگروملتونو دامنیت شورا وهڅو ی چې په ایران باندی اقتصادی بندیزونه ولگوی . لویدیځ ملکونه وائې، ایران کوښښ کوی چې اتمی وسلی جوړی کړی . تهران وائې، اتمی پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدو لپاره دی .

XS
SM
MD
LG