د لاس رسي وړ اتصالات

سپېنى ماڼۍ د صدام حسېن د مرگ د سزا هرکلى کړېدى


سپېنى ماڼۍ د صدام حسېن د مرگ د سزا هرکلى کړېدى او دا ورځ ېې د عراقېانو لپاره ښه ورځ بللى ده.

د سپېنى ماڼى نطاق ټونى سنو ووېل چې دصدام حسېن داعدام فېصلى دا وښودله چې عراق ېو ازادى قضايي نظام لرى.

خو دصّدام حسېن وکېلان وايي چې دمحکمى د حکم اعلان په داسى وخت کې ددى لپاره ټاکل شوى دى چې دامرېکا له جمهوررئېس جورج بش له گوند سره دکانگرېس په انتخاباتو کې مرسته وکړى .خو د سپېنى مآڼى نطاق ټونى سنو داخبره رد کړه.

بلخوا د برتانیی خارجه وزېرى مارگرېت بېکېټ ویلی دی چی دوی د دی خبر په اوریدو ډیر خوشاله شو چی صدام او د ده ملگری به د هغو جرمونو په سر سزا ومومی چی داېې ډیر کرغیړن جرمونه بولى. پخپله برتانیه صدام د مرگ د سزا ورکولو سره مخالفت لری ،خو خارجه سکرتره یی وایی چی دا فیصله کول د عراق د خلکو کار دی چی صدام او د ده ملگری باید څه ډول سزا ومومی.

دملگرو ملتنونو د بشرى حقوقو مشر لووېس اربور پر عراق غږ کړېدى چې صدام حسېن اعدام نکړى حتى که داعدام سزا له مرافعه طلبى نه وروسته هم بر قراره پاتى شى.

په عراق کی د امریکا سفیر زلمی خلیل زاد دعراق قاضېان او وکېلان چې په دې محاکمه کې دخېل دى په دى ستاېلى دى چې د ډېروگواښونو په مقابل کې ېې په جرئت سره خپل کار سرته رسولى دى. د یکشنبی په ورځ یوی خپری شوی بیانیی کی ښاغلی خلیل زاد ویلی دی چی د صدام حسین د ژوند د کتاب د بندیدو سره به د عراق خلکو ته دا فرصت په لاس ورشی. چی ځانونه متحد کړی او د خپلی اینده دپاره کار وکړی

XS
SM
MD
LG