د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان اسلامى مخالفه ډله واى چې پرمدرسه باندى په بمبارى کې وژل شوى ټول ېا ماشومان وو او ېا تنکى زلمېان وو


د پاکستان سترې اسلامى مخالفې ډلې ېو لېست جوړ کړېدى او په هغه کې ادعا شوېده چې هغه اتېا تنه چې پرېوه اسلامى مدرسه باندى په بمبارى کې وژل شوېدى هغه ټول ېا ماشومان وو او ېا تنکى زلمېان وو.

دغه لېست نن د پاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې د ډېلې نېوز په نامه ورځپانى خپور کړېدى . ددغه لېست له مخى ېه وژل شوېو کسانو کې ېواازې درى تنه له شل کلنى نه پورته وو. تر ټو لو کشر قربانى شوى اوه کلن هلک و.

د پاکستان جمعېت اسلامى چې دا لېست ېې جوړ کړېدى وايى دوى دېوه قربانى شوى د عمر اندازه نشى معلومولى.

دپاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف هغه کسان چې په حمله کې وژل شوېدى هغوى ټول سر تېرى وو او دترورېزم روزنه ورکول کېدله. خو هغه رپوټونه چې د باجوړ دسېمى نه چې افغانستان ته نېژدى ده، راځى په هغو کې وېل کېږى چې د بمبارى قربانېان ټول شاگردان او ښوونکي وو.

د شنبى په ورځ په زرگونو قبېلوى خلکو په هغه ولسوالى کې مظاهره وکړه چې دا مدرسه پکى ددوشنى په ورځ ورانه شوېده. د تېرى چارشنبى په ورځ په امرېکا کې دېره د بشرى حقوقو ېوې موسسى له پاکستان نه غوښتنه وکړه چې ېو خپلو اک کومېسېون ته اجازه ورکړى چې ددغى هوايي حملى تحقېقات وکړى. ېوامنېتى چارواکى وايي د القاعده معتبر مشران چې په هغو کې اېمن الزواهرى او په لند ن کې دېوې ترورېستى حملى پلان جوړوونکى ابو عبېده المصرى څو څو ځلى دغى مدرسى ته ورغلى دى، خو دهواى حملى په وخت کې هلته نه وو.

جنرال مشرف وېلى دى چې دا سر تېرى له ېوې اونى راهېسى څارل کېدل او دپاکستان قواوې په دې پوهېدلى چې په ښوونځى کې څوک وو او څه ډول فعالېتونه ېې کول.

XS
SM
MD
LG