د لاس رسي وړ اتصالات

دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د سنا د انتخاباتو نتایج څاري


دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي د هغو دوو ایالاتونو د سنا د انتخاباتو نتایج څاري چي کېدای شي په نتېجه کې ېې دیموکراتان پر اولسي او د مشرانو پر جرگې باندي خپل کنترول ټېنگ کړي.

د ورجینا په ایالت کی، دیموکرات کاندید او د ویتنام د جنگ مشهور عسکر، جیم ویب، د خپل جمهوري غوښتونکي رقیب، جورج الین، څخه څه د پاسه اوه زره رایي ډېري ترلاسه کړي دي، خو د رایو شمېر لا دوام لري.

په عین زمان کي، د متحده ایالاتو په غربي ایالت مانتانا کي د سنا لپاره د رایو شمېر ادامه لري.

د ورجنیا او مانتانا د انتخاباتو نتایج دونه سره نژدې دي چي په باب یې نهایي فیصله امکان نه لري. او ښايي په ورجینا کي، رایو شمېر له سره پېل سي چي ښايي څو اونۍ دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG