د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان  افغانستان سره په پوله فصیل لگول غواړی


پاکستان وایی چی د افغانستان سره د خپل سرحد په ځینو برخو د تره گرو د اوړیدو د مخنیوی په خاطر خارداره سیم لگوی او ماینونه به هم ښخوی. دا خبره د پاکستان خارجه سکرتز ریاض محمد خان په اسلام اباد کی خبری کانفرانس ته د وینا په وخت کړیده چی دغه د سیم لگولو او ماینونو د ښخولو کار به په انتخابی توگه کیږی، چی په دی باب د پاکستان فوځ د ځایونو انتخاب کوی. دی نه وړاندی د افغانستان حکومت د پاکستان لخوا په سر‏حد باندی د خنډونو د اچولو د خبری سره مخالفت ښودلی و. او یو علت یی دا ښودلی و چی دی سره به پولی په دواړو طرفونو پراته پښتانه قبایل په خپلو سره په غیر منصفانه توگه وویشل شی. افغانستان کی دا تیری څومیاشتی ډیر د تشدد ډکی میاشتی بلل کیږی، او د کابل حکومت په پاکستان تور لگوی چی دوی د شورش کونکو طالبانو سره مرسته کوی. خو پاکستان د افغانستان دا ټول تورونه رد کړیدی

XS
SM
MD
LG