د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ملگرو ملتو دا غوښتنه چی د طالبانو په ضد دی لا جدی شی ، رد کړی ده


د پاکستان د خارجه وزارت نطاقی ویلی دی چی د دوی ملک تر خپل وسه پوری کوشش کوی چی د طالبانو مخه ونیسی . خو دا یی هم ویلی دی چی د طالبانو د تقویه کیدو په معامله کی دی د افغانستان حکومت هم مسول وبللئ شی. د دوشنبی په ورځ په کابل کی د ملگرو ملتو یو مامور ویلی چی د پاکستان باید د طالبانو په ضد جدی گامونه واخلی. په خصوص د کوټی په سیمه کی چرته چی د طالبانو د مرکزونو په موجودیت شک کیږی بلخو ا د افغانستان خارجه وزارت د ملگرو ملتو عمومی منشی ته لیک استولی چی وایی د پاکستان لخوا په سرحد د ماینونو ښخول او د کټاری لگول افغانستان تشویشونه پیدا کوی

XS
SM
MD
LG