د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خارجه وزیره د منځنی ختیځ په سفر تللی ده


دامرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس د فلسطېن له مشر محمود عباس سره وعده کړېده چې واشنگټن به داسراېېلو او فلسطېن په شخړه کې خپل منځگړتوب نورهم زېات کړى چې د شخړې لپاره د حل لاره پېداکاندى. مېرمن راېس نن د ېکشنبې په ورځ په ېوه گډ خبرى کنفرانس له ښاغلى عباس سره وروسته له هغه نه خبرى کولې چې دواړو د لوېدېزې غاړې د رام الله په ښارگوټى کې ملاقات وکړ. دامرېکا د بهرنېو چارو وزېره مېرمن راېس وايي د بش ادارې هغه غوښتنه اورېدلى ده چې امرېکا دې د منځنى ختېځ د سولې په بهېر کې ځان ډېر مصروف کاندى او امرېکا له دغې غوښتنى سره سم ځواب ورکړى. ښاغلى عباس وايي هغه مېرمن راېس ته ووېل چې دى د فلسطېنى دولت له دغې نظرېې سره چې موقتى سرحدونه ولرى مخالف دى . هغه ووېل دى دانظرېه پر واقعېتونو ولاړه نه بولى. واشنگټن دېو مستقل فلسطېنى دولت وړاندېز کړېدى خو سرحدونه به ېې موقتى وى. دا وړاندېز د سولې د نقشې په نامه پلان، ېوه برخه ده چې دمنځنى ختېځ د سولې لپاره دامرېکا له خوانه وړاندې شوى و. د اپلان چې څوکاله مخکى وړاندې شوى د اسراېېلو اوفلسطېن له خوانه دنه عملى کېدو په سبب ځنډېدلى دى. د فلسطېن مشر خپله هغه وعده بېا تکرار کړه چې که له حماس سره د متحد حکومت د جوړولو په برخه کې خبرو په نوي پړاو کې پر مختگ ونشى نودى به مخکى له وخت نه انتخاباتو غوښتنه وکړى.

XS
SM
MD
LG