د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان سره  د نورو سل ملیون ډالرو مرستي وعده ور کړې ده


په دې سره به د ٢٠٠١ کال را وروسته کله چی طالبان را وپرځول سول ، افغانستان ته د هند د مرستو اندازه ٧٥٠ ملیون ډالرو ته ورسیږی . موکرجی افغانستان ته په دوه ورځني سفر تللی دی . هغه وایی چی دده ددې سفر یو مهم هدف دا دی چی جمهوررئیس کرزي ته بلنه ورکړی چی د مارچ په میاشت کی په نوي ډهلی کی د جنوب ختیځي آسیا د سیمه ایزي همکارۍ یا سارک د مشرانو عالي جرگې ته ورسی . دا اتحادیه به رسما افغانستان د غړي په توگه ومنی . همدا اوس بنگله دیش ، بوتان ، هند ، مالدیو ، نیپال ، پاکستان او سریلانکا په دې اتحادیه کی شامل دي . سارک په ١٩٨٥ کال کی ددې د پاره تاسیس سو چی د غړو هیوادو تر منځ سیمه ایز تجارت او اقتصادي همکاري زیاته کړی .

XS
SM
MD
LG