د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته د نهو میلیاردو ډالرو ورکول اعلان کړی دی 


امریکایی مامورینو افغانستان ته د ډیروزیاتو مرستو ورکولو او نوو نظامي ابتکارونو اعلان په داسی حال کی وکړ چی ویل کیږی په راتلونکو میاشتو کی به په هغه ملک کی د طالبانو حملې زیاتي سی . د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق وویل چی سپینه ماڼۍ په نظر کی لری چی د کانگریس نه اووه ملیارډ ډالره د ملکي استفادې او دوه ملیارډ ډالره د نظامي مرستي د پاره وغواړی . د ٢٠٠١ کال را پدې خوا چی د امریکا په مشري ائتلافي قواو افغانستان اشغال کړ ، امریکا د افغانستان سره د ١۴ ملیارډ ډالرو په اندازه مرستي کړي دي . نطاق وایی چی امریکایی چارواکي هیله لری چی ناتو به د جمعې په ورځ په بروکسیل کی د وزیرانو په غونډه کی په دې مرستو باندی وغږیږی .

XS
SM
MD
LG