د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق صدراعظم نوری المالکی دنړیوالی مرستی غوښتنه وکړه


دعراق صدراعظم نوری المالکی دنړیوالی مرستی غوښتنه وکړه چې په هغو شبکوباندی مرستی بندی کړی چې دده په جنگ خپلی هیواد کې ئې دافراطیانو سره کوی . دعراق صدراعظم نوری المالکی خبرداری ورکړچې تروریزم او فرقه ئې تاوتریخوالی چې عراق ئې په سرراخیستی ، کیدای شی منځنی ختیځ ته خپورشی . په دغه مهم کنفرانس کې دامریکا سفیر زلمی خلېل زاد دخبرو په ترڅ کې دعراق له ټولو گاونډیانونه وغوښتل چې په عراق کې دتاوتریخوالی په کمولو او پای ته په رسولو کې ډیرڅه وکړی . هغه وویل، په دغه کنفرانس کې شامل هیڅ هیواد به دعراق دټوټه ټوټه کیدونه گټه وانخلی . ښاغلی المالکی نن دشنبی په ورځ دغه تبصره په بغداد کې دسیمه ایزه امنیت دکنفرانس دپرانستلو په وخت کې وکړه . په دغه یو ورځنی کنفرانس کې دایران او سورئې په شمول دعراق دگاونډیانو سره یوځای دملگروملتونو دپنځو دائمی غړو هیوادونو استازی برخه لری . دغونډې برخه وال اوس خصوصی غونډی کوی چې توقع ده ټوله ورځ به ونیسی . درسمی غونډو نه وروسته دامریکا سفیر زلمی خلیل زاد دایران او نوروسره خبری وکړی چې وائې، دغه خبری گټوری وی او هدف ئې په عراق کې دستونزو حل و. هغه وویل، دمربوطه هیوادونوبله غونډه به په نژدی راتلونکی کې دترکېې په استانبول کې وشی .

XS
SM
MD
LG