د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق په بم چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدى.


بمى حملو په عراق کې دېرش تنه وژلى دى. داکار ېوه وروسته له هغه نه پېښېږى چې عراق له خپلو گاونډېو نه په عراق کې دورځنى مرگ ژوبلى د بندولو لپاره دمرستى غوښتنه وکړه. پولېسو ووېل نن د ېکشنبى په ورځ ېوه ځان وژونکى لږ تر لږه لس تنه دبغداد په ختېځ کې هغه وخت ووژل چې خپل ځان ېې په ېوه سروېس موټر کې هغه وخت په بم والوزاوه چې د مستنصرېه له پوهنتون نه تېرېده. ېوه بل بم چوونکى په هغه سروېس حمله وکړه چې شېعه زېارت کوونکي پکې له کربلا نه راستنېدل. په دغه چاودنه کى لږتر لږه ١٩ کسان ووژل شول. ېوه بل بم د موصل په ښار کې لږ تر لږه درى کسان دعراق د اسلامى گوند ، په مرکزى دفتر کې ووژل. دعراق اسلامى گوند د سنېانو ستر سېاسى گوند بلل کېږى. همدارنگه نن دېکشنبى په ورځ ددامرېکا پوځ ووېل داېتلاف قواو د القاعده پنځه لس کسان ونېول . ېوبل رپوټ وايي چې د شنبى په ورځ دعراق لومړى وزېر نورى المالکى د بغداد په کنفرانس کې له گډون کوونکېو نه خواهش وکړ چې دهغو شبکو په بندولو کې ورسره مرسته وکړى چې په عراق کې دننه د سر تېرو له شبکو سره مرسته کوى. هغه خبردارى ورکړ چې ورځ په ورځ زېاتېدونکى ترورېزم، طاېفه ئي او فرقه ئي جگړې په ټولو منځنى ختېځ کې خپرېدلى سى. د اېران د خارجه وزارت ېو نطاق محمد على حسېنى ووېل دعراق په باب کنفرانس ښه لومړنى قدم دى. په دغه ېوه ورځنى مجلس کې دملگرو ملتونو د امنېت د شورى پنځه داېمى غړېو هېوادونو استاځو د منځنى ختېځ دهېوادونو له استاځو سره داېران او سورېې په شمول گډون کړى و. په مجلس کې دامرېکا استاځو پراېران اوسورېې دا تور ولگاوه چې په عراق کې د مرگ ژوبلى اور ته لمن وهى.

XS
SM
MD
LG