د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند په ولایت کی څلویښت یاغی طالبان وژل سوی دی.


افغانی پولیس وایی لږ تر لږه څلویښت یاغی طالبان ، د هلمند په ولایت کی دافغان او ناټو د قوا و په حملو کی ، وژل سوی دی.

د گرشک په ولسوالی کی دوه بیلی بیلی جگړی وسوی. د سیمی د پولیسو قومندان وویل چی ، په دی جگړو کی دری افغان پولیسان وژل سوی او پنځه نور ، زخمی سوی دی. او لږ تر لږه اته طالبان نیول سوی دی.

دهلمند په ولایت کی ، د ناټو او یاغی طالبانو د قوا و ترمنځ سختی جگړی روانی دی. په دی سیمه کی دا پیمو ډیر غټ تولیدونکی او قاچاقبران ژوند کی او یاغی طالبان او د هغوی خارجی ملگری حملی په کی کوی.

ناټو په دی ولایت کی تیره میا شت د ‏(اشیل‏) په نامه ، عملیات شروع کړل. دطالبانو د حملو چی توقع ده په دی پسر لی کی به زیاتی سی ، تیرکال طالبانو دسرتیرو انتحاری حملو ، او نو رو حملو ته زور ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG