د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان دکریکټ دلوبی کوچ باب اولمر دتیری یکشنبی په ورځ وژل شویدی


دجمیکا پولیسو اعلان وکړچې دپاکستان دکریکټ دلوبی کوچ باب اولمر دتیری یکشنبی په ورځ وژل شویدی. پولیس پدی باره کې داسی وائې: ١ دناروغې دپیژاندلو رپوټ وائې، ښاغلئ اولمرپه زندی وژل شویدی . ٥٨ کلن انگریز دیکشنبی په ورځ پخپل هوټل کې بی سده پروت وچې نژدی روغتون ته ورسول شواو څو ساعته وروسته بیا مړشو. دایرلینډ ټیم پاکستانی ټیم ته په ورلډ کپ کې ماتی ورکړه او ددی ماتی نه یوه ورځ وروسته ښاغلی اولمر ووژل شو. دغه لوبه په جامیکاکې شوی وه . داگست په میاشت کې په بریتانیه کې دلوبی په وخت کې دټیم کپټان ټیم ته تاوان واړاوه . او وروسته بیا پاکستانی لوړرتبه لوبغاړو باندی دغیر قانونی کارونوتورولگول شو. په اسلام ابادکې دنوید منصور په شان دکریکټ دلوبی علاقه مندانولپاره دا ډیره سخته ده چې داولمر دمگر خبر وزغملی شی . ښاغلئ منصور وائې: ٢ دا دپاکستانیانو لپاره دشرم نه ډکه خبره ده او په صادقانه توگه هرڅوک دباب اولمر دمرگ په باب خواشینی دی . دجامیکاپولیسانودپنجشنبی په ورځ دپاکستانی لوبغاړو سره مرکې وکړی او مخکې لدی نه چې دهیواد نه بهر سفروکړی دهریو لوبغاړی دگوتو نښان ئې واخیست . دجامیکا مقامات وائې، داسی نخښی نښانی نده لیدشوی چې څوک دی داولمر کوټی ته په زورننوتی وی .

XS
SM
MD
LG