جمهوررئیس پرویزمشرف دروانی میاشتی په نهمه (٩ ) نیټه دسترې محکمې رئیس افتخارمحمد چودری دقدرت نه دگټی اخیستلوپه تور برطرف کړاو دهغې نه وروسته جاوید اقبال دقاضی القضات دمرستیال په حیث کارکاوه . ښاغلې چودری دغه تورونه ردکړل . دښاغلی چودری دبرطرفه کولو نه راپدی خواحقوق پوهان او سیاسی گوندونه هره ورځ په هیواد کې احتجاجی مظاهری کوی .انتقادکونکی داخبره کوی چې جمهوررئیس کوښښ کوی چې په مستقله قضاکې مداخله وکړی . پرون دجمعی په ورځ جنرال مشرف دملی حقوق پوهانونه وغوښتل چې دسیاسی بحران په غلی کولو کې مرسته وکړی او له پاکستانیانونه ئې وغوښتل چې په هیواد کې دافراطیت اوتروریزم په خلاف جنگ کې مرسته وکړی . دښاغلی چودری په برطرفه کولو باندی داحتجاج په توگه په پاکتسان کې یوشمیرقاضیانو استعفئ گانی وکړی .