د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په جگړو کې دولس تنه سر تېري وژل شوېدى


داېتلاف چارواکى وايي افغان او ناټو قواو په گډه دطالبانو ېوه حمله دافغانستان په جنوب ختېځ ولاېت پکتېکا کې د شپې له خوانه په شاتمبولى ده او دولس تنه ېاغېان ېې وژلى دى. نن دېکشنبى په ورځ د اېتلاف ېوخبر لېک ووېل دانښته د فاېر بېس ټېلمن په نامه مرکز کې وشوه. دانظامى اډه دافغان او اېتلاف دقواو له خوانه د پاکستان سرحد ته نېژدى په گډه استعمالېږى او د پکتېکا په ولاېت کې پرته ده. په خبر لېک کې وېل شوېدى چې داېتلاف دوه تنه عسکر او دافغان قواو هم دوه تنه عسکر په دغه نښته کى زخمېان شوېدى. داېتلاف د قواو نطاق جگړن ډانلډ کارپى ووېل ېاغېان به هغه وخت ډېر ماېوسه شى چې ملکى مشران د سرحد په دواړو خواوکې داسى اقدامات وکړى چې له مجرمانو نه ځانونه خلاص کاندي .

XS
SM
MD
LG